IQNA

په هند کې د جوماتونو ویجاړول او د اسلام‌ ضده پروسې  (اسلام‌هراسي) زیاتوالی

6:37 - December 24, 2025
د خبر لمبر: 3492213
ایکنا - په هندوستان  کې له اسلامه د ‌وېرونې  د مخ پر زیاتېدونکي څپې په  او ج کې، چې پر مسلمانه ټولنه ئې مستقیمې اغېزې کړی، د دې ټولنې پر وړاندې د حکومتي چارواکو توپیري اقدامات  په زیاتېدو دي، او دا حالت د بشري حقونو او د مذهبي اقلیتونو د ازادیو په اړه جدي اندېښنې راولاړوي.

 ایکنانیوز  د «صوت پاکستان» وېبپاڼې په حواله راپور راکوي، د هندوستان مسلمانان له داسې کمپاین سره مخ دي چې موخه ئې د دوي سپېڅلي عبادت‌ځایونه څنډې ته کول او په نښه کول دي؛ دا یو داسې ګواښ دی چې د دوي نور بنسټیز حقونه هم له منځه وړلی شي.

د دغو توپیري اقداماتو له تر ټولو څرګندو بېلګو څخه یوه، د هیماچل پرادېش صوبې  د شیملا ښار په سانجاولي جومات کې د لوړو پوړونو ویجاړول دي، چې دا کار د چارواکو له لوري د بودجې تر تصویب وروسته پیل شو.

تر دې مخکې هم د دغه جومات دوه پوړونه ویجاړ شوي وو، چې د ځایي اوسېدونکو سخت غبرګون ئې راپارولی و؛ ځکه هغوی دا اقدام د مسلمانې ټولنې او د هغوی د عبادت‌ځایونو  پر وړاندې یو قصدي برید باله.

د جومات د کمېټې مشر، محمد لطیف،په  دې اقدام  خپل  ژور  خپګان څرګند کړ او و ې ویل چې د دغو کړنو لپاره هېڅ معقوله توجیه نه ویني، پرته له دې چې دا د یوې منظمې (سیستماتیکې) تګلارې برخه ده چې موخه ئې په هېواد کې د مسلمانانو شتون څنډې ته کول او کمزوری کول دي.

هغه زیاته کړه چې چارواکو د خلکو له اعتراضونو او د ځایي ټولنې له مذهبي احساساتو سره سره، دغه اقدام ترسره کړی دی.

دا موضوع یوازې د سانجاولي جومات پورې محدوده نه ده. په اوتاراکند  صوبې کې هم ، د کاندوګال کلي د یوه جومات لومړی او دوهم پوړ د ثبت او یا د ودانولو د جواز د نشتوالي له امله وتړل شول.

سره له دې چې په هماغو سیمو کې ډېرې ناقانونه ودانۍ لا هم پر خپل ځای ولاړې دي، خو د عبادت‌ځایونو په ځانګړي ډول په نښه کول د چارواکو د نیتونو په اړه پوښتنې راولاړوي. دا بېړه او سخت اقدامات د مسلمانې ټولنې ترمنځ د ناامنۍ احساس زیاتوي او خلک د دې پالیسۍ د لا پراخېدو په اړه اندېښمن کوي.

د شنونکو په وینا، دا اقدامات د اسلام‌ ضده پروسې د یوه پراخ چوکاټ برخه ده چې د دولت له ملاتړ څخه برخمن دی. هغوی وایي چې د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي حکومت له قانوني او اداري وسایلو څخه د مسلمانې ټولنې د څنډې ته کولو او د هغوی د مذهبي ازادیو د محدودولو لپاره کار اخلي.

د مودي د واک ته رسېدو راهیسې، په هند کې داسې پالیسۍ پلي شوې دي چې موخه یې د هندو هویت پیاوړتیا او د اقلیتونو کمزوري کول دي، په ځانګړي ډول د مسلمانانو، چې د هېواد نږدې ۱۴ سلنه نفوس جوړوي.

https://iqna.ir/fa/news/4324459

captcha